کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام وایی، په راروانه اپرېل میاشت کې د افغانستان شاوخوا ۱۳ میلیونه اړمنو خلکو ته د بشری مرستو د رسولو لپاره ورته سمدستی ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
د دوی په خبره راتلونکو شپږو میاشتو کې بیا اړمنو کورنیو ته د رسېدو لپاره ۸ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
د دې بسپنې غوښتنه یادې ادارې په یوه بیان کې چې پرون په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر خپور کړ، کړې ده.
دې ادارې ویلی، چې په افغانستان کې کورنۍ د زیاتېدونکې لوږې په ګډون له پرلپسې ستونزو سره لاس ګرېوان دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې نږدې شل میلیونه افغانان نه پوهېږی چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوی او شپږ میلیونه کسان بیا له قحطۍ څخه یوازې یو ګام فاصله کې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ