کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، چې که په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته مرستې ونه رسیږی، د دې هېواد میلیونونه وګړی به په راروان ژمی کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شی.
د دې پروګرام د کاناډا څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه د افغانستان لپاره د دې پروګرام د عملیاتو د مشرې (هسیو وی لی) یو ویډیویی پیغام خپور کړی.
دغه ویډیو پیغام کې نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان میلیونونه وګړی د راروان سخت ژمی لپاره تیاری نه لری.
هغې له بسپنه ورکوونکو هېوادونو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شی د خوړو له نړیوال پروګرام سره د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړی تر څو وکولی شی په افغانستان کې ۲۱ میلیونه زیانمنو وګړو ته بشری مرستې ورسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ