د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ پیلوی
ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چینګاښ یا سرطان دوهمه او د جون میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د خوړو نړیوال پروګرام وایی چې له زلزله ځپلو سره به سر له نن (پنجشنبې) څخه د مرستو رسولو بهیر پیل کړی.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله امانی رسنیو ته وویل چې د دوی له لوری په مرستو کې به اوړه، غوړی، دال نخود، مالګه او انرژی لرونکی بیسکټ شامل وی.
د رسمی شمېرنو له مخې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د وړمې شپې (د چهارشنبې د سهار وختی) په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه مړه شوی او کابو یو نیم زر نور ټپیان شوی دی خو ګومان کېږی چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم لوړ وی.
گهیځ