معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خیبر پښتونخواه په باجوړ کې درنې چاودنې کم تر کمه نهه دیرش کسه وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي

د خیبر پښتونخواه په باجوړ کې درنې چاودنې کم تر کمه نهه دیرش کسه وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت د باجوړ په سیمه کې د یوې درنې چاودنې له امله کم تر کمه ۳۹ کسه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه د مولانا فضل الرحمن تر مشرۍ لاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د ځایي مشر په یوه غونډه کې شوې چې د نوموړي مشر په ګډون یې ګڼ ګډونوال وژل شوي او یو زیات شمېر نور هم ټپیان دي.
د پاکستاتي رسنیو د خبر له مخې چاودنه د یاد ګوند په یوه سیمه ییزه غونډه کې شوې چې په ترڅ کې یې د دغه ګوند زیاد پلویان مړه یا ټپیان دي.
ځایي رسنیو د باجوړ د محلي روغتون د چارواکو له خولې لیکلي چې په دغه چاودنه کې تر ۱۵۰ تنو زیات نور کسان ټپیان شوي دي چې ډېر شدید ټپیان یې د هلی کاپتر په وسیله د پېښور روغتونونو ته منتقل کړي دي.
د دغه ځایي روغتون چارواکو ویلي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت زیات خراب دی چې ټپیان یې پر پېښور سربېره نورو نژدې روغتونونو ته هم لېږدولي دي. د “جیو نیوز” په نامه یوه پاکستاني تلویزیوني چینل په خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوی یو کامره مین هم په پېښه کې ټپي شوی دی.
که څه هم دپېښې پوره تفصیل او څرنګوالی تر اوسه لاندی څرګند، خو ویل کېږي چې د پېښې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو ډېر احتمال شته.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس