د خیبر پښتونخواه په باجوړ کې درنې چاودنې کم تر کمه نهه دیرش کسه وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت د باجوړ په سیمه کې د یوې درنې چاودنې له امله کم تر کمه ۳۹ کسه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوی دی.
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه د مولانا فضل الرحمن تر مشرۍ لاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د ځایی مشر په یوه غونډه کې شوې چې د نوموړی مشر په ګډون یې ګڼ ګډونوال وژل شوی او یو زیات شمېر نور هم ټپیان دی.
د پاکستاتی رسنیو د خبر له مخې چاودنه د یاد ګوند په یوه سیمه ییزه غونډه کې شوې چې په ترڅ کې یې د دغه ګوند زیاد پلویان مړه یا ټپیان دی.
ځایی رسنیو د باجوړ د محلی روغتون د چارواکو له خولې لیکلی چې په دغه چاودنه کې تر ۱۵۰ تنو زیات نور کسان ټپیان شوی دی چې ډېر شدید ټپیان یې د هلی کاپتر په وسیله د پېښور روغتونونو ته منتقل کړی دی.
د دغه ځایی روغتون چارواکو ویلی چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایی وضعیت زیات خراب دی چې ټپیان یې پر پېښور سربېره نورو نژدې روغتونونو ته هم لېږدولی دی. د “جیو نیوز” په نامه یوه پاکستانی تلویزیونی چینل په خپله ویب پاڼه لیکلی چې د دوی یو کامره مین هم په پېښه کې ټپی شوی دی.
که څه هم دپېښې پوره تفصیل او څرنګوالی تر اوسه لاندی څرګند، خو ویل کېږی چې د پېښې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو ډېر احتمال شته.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.