معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځ د وسلوالو برید یو پاکستانی سرتېری وژلی

د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځ د وسلوالو برید یو پاکستانی سرتېری وژلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزي کلي کې د پاکستاني پوځ پر یو موټر وسلوالو جنګياليو ډزې کړي چې له امله یې يو پوليس وژل شوی دی.
دغه سیمه کې د پوليسو وياند فتح الله خان رسنیو ته ويلي، چې تر پېښې وروسته بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې، خو تېر کې پر پاکستاني سرتېرو دغه ډول بریدونه د تحریک طالبان پاکستان لخوا ترسره شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د اسلام آباد له حکومت سره اوربند پای ته رسولی او خپلو جنګیالیو ته یې په ټول پاکستان کې د بریدونو امر کړی.
پاکستان دې وروستیو کې له سختو امنیتي، اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس