د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر پاکستانی پوځ د وسلوالو برید یو پاکستانی سرتېری وژلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزی کلی کې د پاکستانی پوځ پر یو موټر وسلوالو جنګیالیو ډزې کړی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی.
دغه سیمه کې د پولیسو ویاند فتح الله خان رسنیو ته ویلی، چې تر پېښې وروسته بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې، خو تېر کې پر پاکستانی سرتېرو دغه ډول بریدونه د تحریک طالبان پاکستان لخوا ترسره شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټی پی د اسلام آباد له حکومت سره اوربند پای ته رسولی او خپلو جنګیالیو ته یې په ټول پاکستان کې د بریدونو امر کړی.
پاکستان دې وروستیو کې له سختو امنیتی، اقتصادی او سیاسی کړکېچونو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.