د خېبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې یو مرګونی برید درې پاکستانی عسکر ووژل

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د راپورونو له مخې د خېبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې د پولیسو پر تاڼه د وسلوالو له لوری راکېټ په ګډون د درنو وسلو برید شوی چې په کې درې پاکستانی عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل دی.
له سیمې څخه امنیتی سرچینو رسنیو ته ویلی چې برید لکی مروت کې د سرای نورنګ تحصیل په برګی تاڼه شوی دی.
د وژل شوی پاکستانی عسکر ابراهیم، عمران او خیرالامین نومیږی.
ژوبلو کې بیا بلقیاز، امیر نواز، فرمان او سبزعلی شامل دی.
د دغې برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی منلی، خو میاشت وړاندې یو بل برید چې همدې لکی مروت کې ترسره شوی و او شپږ پاکستانی عسکر په کې وژل شوی و، مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان منلی و.
پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان وسلوالو یو وار بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.