کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د خپلو ځایی چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوی او تر یو نیم سلو ډېر نور ټپیان دی.
دا شخړه پنځه ورځې وړاندې د سنیانو او شیعه ګانو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوه، چې وروسته یې فرقه یی بڼه خپله کړه.
د ځایی چارواکو په وینا تر اوسه د دې شخړې د مخنیوی لپاره حکومتی هڅې او د ځایی مخورو جرګې ناکامه شوې دی.
د رسنیو په وینا ځایی مسوولینو د تاوتریخوالی کمولو په موخه په بګن نومې سیمه کې کورمې ته غځېدلې لویه لار تړلې او په سیمه کې انټرنیټی خدمتونه هم غیرفعال شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې که دا لار همداسې تړلې پاتې شی، تر راتلونکو څو ورځو پورې به سیمه د دارو – درملو او خوړو له جدی کمښت سره مخامخ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ