کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې سرپرست نن د یوې خبری غونډې په ترڅ کې،هالنډ ته د خپل سفر جزئات له رسنیو سره شریک کړل.
نوموړی هالنډ ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وبله او زیاته یې کړه، چې د سیمه ییزو تولیداتو دوهم کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او د لویو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د نوموړی د څرګندونو له مخې یاد کنفرانس او د کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو د لویو شرکتونو له استازو سره د جلا – جلا کتنو پرمهال هېواد کې روان وضعیت، سراسری امینت، بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیایی برخه کې پرمختګونه او رامنځته شوې آسانتیاوې بیان کړی او له هغوی څخه یې افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، د کنفرانس یو شمېر ګډونوالو او د خصوصی سکټور د ځینو لویو شرکتونو استازو لېوالتیا ښودلې، چې افغانستان ته سفر کوی او د درملو او طبی محصولاتو په برخه کې به پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ