معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د درملو ملي ادارې هېواد ته د درملو واردولو په اړه نوې کړنلاره اعلان کړه

د درملو ملي ادارې هېواد ته د درملو واردولو په اړه نوې کړنلاره اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مسوولانو تېره ورځ کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې هېواد کې د بهرنیو شرکتونو د درملو د ثبت لپاره یوه نوې کړنلاره جوړه شوې ده.
دغې ادارې ويلي، د یادې کړنلارې له مخې د درملو بهرني تولیدوونکي شرکتونه مکلف دي، چې په هېواد کې د هر قلم توکي د ثبت لپاره زر امریکایي ډالر دې ادارې ته ورکړی.
په ورته مهال، د دې ادارې د جواز ورکړې مسوول بیا وايي، هغه درمل چې په کور دننه تولیدیږي، له بهره یې د وارداتو بهیر درول شوی دی.
د خوړو او درملو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ افغاستان نږدې ۶ سوه ډوله درمل تولیدوي او اوس د دې جوګه شوی، چې ۱۵ ډوله یې بهر ته هم صادر کړي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس