کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د خوړو او درملو د ملی ادارې مسوولانو تېره ورځ کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلی، چې هېواد کې د بهرنیو شرکتونو د درملو د ثبت لپاره یوه نوې کړنلاره جوړه شوې ده.
دغې ادارې ویلی، د یادې کړنلارې له مخې د درملو بهرنی تولیدوونکی شرکتونه مکلف دی، چې په هېواد کې د هر قلم توکی د ثبت لپاره زر امریکایی ډالر دې ادارې ته ورکړی.
په ورته مهال، د دې ادارې د جواز ورکړې مسوول بیا وایی، هغه درمل چې په کور دننه تولیدیږی، له بهره یې د وارداتو بهیر درول شوی دی.
د خوړو او درملو د ملی ادارې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ افغاستان نږدې ۶ سوه ډوله درمل تولیدوی او اوس د دې جوګه شوی، چې ۱۵ ډوله یې بهر ته هم صادر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ