کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند سټیفان دوجاریک ویلی، چې د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل د لا ښه همغږی او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شی.
دوجاریک په یوه خبری غونډه کې ویلی، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو او د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابروی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند زیاته کړې، چې په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د سټیفان دوجاریک په وینا، د جولای په دوهمه به د ملګرو ملتونو د سیاسی او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله روزماری ډی کارلو او د هېوادونو ځانګړی استازی د بشری حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدنی ټولنې له استازو سره وګوری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ