کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې د دوحې درېیمې ناستې پرانېسته به له اجنډا سره سم نن د جون په ۳۰ مه ځایي وخت د ماښام ۶:۴۵ پیل او په ۸:۴۵ به پای ته ورسیږي.
نوموړي ویلي، چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ به پر مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور خبرې کیږي او په دوهمه ورځ به د نشه یې توکو پرضد د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې اترې وشي.
نوموړي زیاته کړې، د یادو بحثونو له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسما پای ته رسیږي.
جلالي همداراز زیاته کړې، چې د غونډې پای ته رسېدو وروسته که د غونډې ځیني استازي چا سره ناسته کوي، په یادې غونډې پورې تړاو نه لري.
د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته کې د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهد په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی دغې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/