د دوحې غونډه په ځایی وخت نن ماښام پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسی رییس ذاکر جلالی ویلی، چې د دوحې درېیمې ناستې پرانېسته به له اجنډا سره سم نن د جون په ۳۰ مه ځایی وخت د ماښام ۶:۴۵ پیل او په ۸:۴۵  به پای ته ورسیږی.

نوموړی ویلی، چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ به پر مالی او بانکی بندیزونو او خصوصی سکټور خبرې کیږی او په دوهمه ورځ به د نشه یې توکو پرضد د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې اترې وشی.

نوموړی زیاته کړې، د یادو بحثونو له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسما پای ته رسیږی.

جلالی همداراز زیاته کړې، چې د غونډې پای ته رسېدو وروسته که د غونډې ځینی استازی چا سره ناسته کوی، په یادې غونډې پورې تړاو نه لری.

د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته کې د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهد په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی دغې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.