کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلی، چې د دوحې درېیمه ناسته کې به په خصوصی سکټور، بانکی او مالی مسایلو او له نشه یی توکو سره په مبارزې خبرې – اترې وشی.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسی ریاست مشر ذاکر جلالی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، د دوحې تېرو ناستو په خلاف درېیمه ناسته کې د افغانستان پلاوی ګډون ته شرایط برابر شوی دی.
جلالی زیاته کړې، د دوحې درېیمې ناستې اجنډا ښیی، چې دې ناسته کې به په خصوصی سکټور، مالی او بانکی مسایلو، له نشه یی توکو سره په مبارزې او بدیل باندې یې خبرې – اترې وشی.
که څه هم ذاکر جلالی د دوحې درېیمې ناستې په اړه څه ناڅه جزیات ورکړی، خو دا یې نه دې ویلی، چې سرپرست حکومت به دغې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړی.
د دوحې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ