د دوحې ناستې لپاره افغان حکومت ته رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ناسته چې د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ نېټې به ترسره شی، افغان حکومت ته په کې رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه.

ملګرو ملتونو کابل ته د دغه سازمان د سرمنشی د مرستیالې روزمېری ډیکارلو د سفر په پای کې اعلان کړی، چې له افغان حکومته یې رسماً په دوحې ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلی، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږی، منسجم او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

په سیاسی چارو او سولې جوړونې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې کابل ته په سفر کې له بېلابېلو خواوو سره په بحثونو کې د افغانستان د شته ننګونو په اړه خبرې کړی.

په اعلامیه کې راغلی چې ښکېلو لوریو دا غوښتنه درلوده چې هر ډول نړیوال تعامل کې باید بشری، پراختیایی او اقتصادی ننګونو ته پاملرنه وشی.

بل لور بیا افغان حکومت د دوحې تېر کنفرانسونه د افغان حکومت له ګډون پرته نیمګړی بللی او ټینګار یې کړی، چې د دوی د شرایطو تر منلو وروسته به دغه غونډه کې ګډون وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

Web:

صفحهء اصلی

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.