معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د دوحې څلورمه ناسته به څه لاسته راوړنې ولري؟

د دوحې څلورمه ناسته به څه لاسته راوړنې ولري؟

د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې مېرمن “کرن ډېکر” له رسنیو سره په خپلو نویو څرګندونو کې افغانستان لپاره د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی خو په اړه یې ډېر تفصیل ندی ورکړي.یوازې ویلي یې دي چې د دې اړتیا لیدل کېږي تر څو د دوحې له څلورمې ناستې مخکې پدې تړاو وړې وړې غونډې جوړې شي.

مېرمن “کرن ډیکر” چې له ځینو خبریالانو سره یې انلاین خبرې کولې د ډېرو تفصیلاتو پرته څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي‌کوونکي د ټاکل کېدو په اړه پلان هم د دوی له خوا پر خپل ځای دی.

د امریکا دغه ډیپلوماتې د دوحې د تېرې( درېیمې) ناستې ته په اړه وویل چې د افغانستان اوسنیو واکمنو ته ویل شوي چې که د ښځو د کار او زدکړو محدودیت دوام وکړي، افغانستان پرمختګ نه شي کولای او د مېرمن ډیکر په خبره د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې د هېوادونو استازو یو پر بل پسې دا خبرداری ورکړ چې که افغانستان خپل نیمايي وګړي( نجونې او مېرمنې) له صحنې لرې کړي، نو نشي بریالی کېدای.

د مېرمن ډیکر په وینا د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډونوالو پر افغانستان غږ وکړ ترڅو د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو او تړونونو ته ژمن پاتې شي، خو په ورته وخت کې یې له ملګرو ملتونو سازمان هم غوښتنه وکړه چې باید داسې یوه پروسه او لارښود جوړکړي ترڅو د افغانستان د حالاتو خپلواکه ارزونه روانه وساتي.

د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه ناسته چې د روان لمریز کال د سرطان د میاشتې په یوولسمه او دوولسمه نېټه جوړه شوې وه، د نړۍ د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی ؤ او د افغانستان د اوسني حکومت په استازولۍ، د حکومت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یوه پلاوي پکې ګډون درلود.

دا چې د افغانستان په اړه د دوحې تېرو دریو ناستو کومې پایلې درلودې او یا عملاً کوم څه پرې مرتب شول شاید اوږده بحث ته اړتیا ولري خو د درېیمې ناستې تر پای ته رسېدو سمدستي وروسته چې لا میاشت یې نده پوره شوې د امریکا له خوا د ورته څلورمې ناستې د جوړولو اعلان، داسې ښکاروي چې امریکا دلته د خپلې پیل کړې لوبې د اوږدولو هڅې پیل کړې دي او په سیمه او نړۍ کې د امریکا منافقانه لوبو ته په کتو سره په زغرده ویلای شو چې د دې ډول اقداماتو پایلې که هر څه وي د افغانستان په خیر به نه وي.

داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د یوه بل ځانګړي استازي یا د دوی په خبره د همغږي کوونکي پر ټاکل کېدو بیا بیا ټینګار کوي پداسې حال کې چې اوسني افغان حکومت په وار وار د هغه مخالفت کوي او د هغې اړتیا نفي کوي. شاید د افغانستان لپاره د قطر د څلورمې غونډې مهم ټکی هم همدا وي خو طبیعي ده چې امریکا به د قطر له څلورمې غونډې څخه نورې مهمې موخې هم لري چې ډېر ژر به د نورو اهدافو او موخو تفصیل به هم ورو ورو په ډاګه شي.

د افغانستان حکومت او دلته اوسېدونکي ولسونه، څه اوس او څه تر دې وړاندې پدې اند دي چې د دې هېواد د ستونزې حل له هېواده بهر پدې اړه د غونډو او مجلسونو د جوړولو له لارې نشي ترلاسه کېدای او دا هم جوته ده چې تر بهرنیانو زیات په خپله افغانان ښه کولای شي د دې هېواد او دلته د مېشتو ولسونو ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

که څه هم د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې ناستې په تړاو امریکایي ډیپلوماتې په خبرو کې د افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دلته د نجونو پر زده کړود بندیز موضوع هم یاده شوې او پرته له شکه چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د وګړو یوه لویه ستونزه هم همدا ده، خو د دې ستونزې د حل لار د امریکا او نورو لویدیځو هېوادو د ډیپلوماتانو په سپارښتنه پورې تړاو نه لري او باید په خپله افغان حکومت د میلیونونو افغانانو د بر حقه غوښتنې په توګه د دې ستونزې د حل په موخه عملي ګام اوچت کړي او پرېنږدي چې پردي پدې اړه طرحې ورکړي یا په نړیوالو ستیژونو د یوې ستونزې په توګه همدا موضوع وار په وار یاده شي.

پښتنو ولسونو له ډېر پخوا دا متل کړی دی چې کومه غوټه په لاس پرانیستل کېږي، په خوله یې خلاصولو ته اړتیا نشته! ځکه نو تر دې وړاندې چې امریکا او نور لویدیځوال د افغان نجونو پر مخ د تعلیم د دروازو د تړلو موضوع یو ځل بیا د دوحې د څلورمې ناستې د سرټکی جوړ کړي، غوره به دا وي چې د افغانستان اوسنی حکومت د افغانانو د یوې سترې او بنسټیزې ستونزې او آن غمېزې په توګه دا موضوع حل او پدې اړه ناندریو ته د پای ټکی کېږدي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس