د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې مېرمن “کرن ډېکر” له رسنیو سره په خپلو نویو څرګندونو کې افغانستان لپاره د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی خو په اړه یې ډېر تفصیل ندی ورکړی.یوازې ویلی یې دی چې د دې اړتیا لیدل کېږی تر څو د دوحې له څلورمې ناستې مخکې پدې تړاو وړې وړې غونډې جوړې شی.
مېرمن “کرن ډیکر” چې له ځینو خبریالانو سره یې انلاین خبرې کولې د ډېرو تفصیلاتو پرته څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی همغږیکوونکی د ټاکل کېدو په اړه پلان هم د دوی له خوا پر خپل ځای دی.
د امریکا دغه ډیپلوماتې د دوحې د تېرې( درېیمې) ناستې ته په اړه وویل چې د افغانستان اوسنیو واکمنو ته ویل شوی چې که د ښځو د کار او زدکړو محدودیت دوام وکړی، افغانستان پرمختګ نه شی کولای او د مېرمن ډیکر په خبره د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې د هېوادونو استازو یو پر بل پسې دا خبرداری ورکړ چې که افغانستان خپل نیمایی وګړی( نجونې او مېرمنې) له صحنې لرې کړی، نو نشی بریالی کېدای.
د مېرمن ډیکر په وینا د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډونوالو پر افغانستان غږ وکړ ترڅو د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو او تړونونو ته ژمن پاتې شی، خو په ورته وخت کې یې له ملګرو ملتونو سازمان هم غوښتنه وکړه چې باید داسې یوه پروسه او لارښود جوړکړی ترڅو د افغانستان د حالاتو خپلواکه ارزونه روانه وساتی.
د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه ناسته چې د روان لمریز کال د سرطان د میاشتې په یوولسمه او دوولسمه نېټه جوړه شوې وه، د نړۍ د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی ؤ او د افغانستان د اوسنی حکومت په استازولۍ، د حکومت د مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یوه پلاوی پکې ګډون درلود.
دا چې د افغانستان په اړه د دوحې تېرو دریو ناستو کومې پایلې درلودې او یا عملاً کوم څه پرې مرتب شول شاید اوږده بحث ته اړتیا ولری خو د درېیمې ناستې تر پای ته رسېدو سمدستی وروسته چې لا میاشت یې نده پوره شوې د امریکا له خوا د ورته څلورمې ناستې د جوړولو اعلان، داسې ښکاروی چې امریکا دلته د خپلې پیل کړې لوبې د اوږدولو هڅې پیل کړې دی او په سیمه او نړۍ کې د امریکا منافقانه لوبو ته په کتو سره په زغرده ویلای شو چې د دې ډول اقداماتو پایلې که هر څه وی د افغانستان په خیر به نه وی.
داسې ښکاری چې امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د یوه بل ځانګړی استازی یا د دوی په خبره د همغږی کوونکی پر ټاکل کېدو بیا بیا ټینګار کوی پداسې حال کې چې اوسنی افغان حکومت په وار وار د هغه مخالفت کوی او د هغې اړتیا نفی کوی. شاید د افغانستان لپاره د قطر د څلورمې غونډې مهم ټکی هم همدا وی خو طبیعی ده چې امریکا به د قطر له څلورمې غونډې څخه نورې مهمې موخې هم لری چې ډېر ژر به د نورو اهدافو او موخو تفصیل به هم ورو ورو په ډاګه شی.
د افغانستان حکومت او دلته اوسېدونکی ولسونه، څه اوس او څه تر دې وړاندې پدې اند دی چې د دې هېواد د ستونزې حل له هېواده بهر پدې اړه د غونډو او مجلسونو د جوړولو له لارې نشی ترلاسه کېدای او دا هم جوته ده چې تر بهرنیانو زیات په خپله افغانان ښه کولای شی د دې هېواد او دلته د مېشتو ولسونو ستونزو ته د حل لاره ولټوی.
که څه هم د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې ناستې په تړاو امریکایی ډیپلوماتې په خبرو کې د افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دلته د نجونو پر زده کړود بندیز موضوع هم یاده شوې او پرته له شکه چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د وګړو یوه لویه ستونزه هم همدا ده، خو د دې ستونزې د حل لار د امریکا او نورو لویدیځو هېوادو د ډیپلوماتانو په سپارښتنه پورې تړاو نه لری او باید په خپله افغان حکومت د میلیونونو افغانانو د بر حقه غوښتنې په توګه د دې ستونزې د حل په موخه عملی ګام اوچت کړی او پرېنږدی چې پردی پدې اړه طرحې ورکړی یا په نړیوالو ستیژونو د یوې ستونزې په توګه همدا موضوع وار په وار یاده شی.
پښتنو ولسونو له ډېر پخوا دا متل کړی دی چې کومه غوټه په لاس پرانیستل کېږی، په خوله یې خلاصولو ته اړتیا نشته! ځکه نو تر دې وړاندې چې امریکا او نور لویدیځوال د افغان نجونو پر مخ د تعلیم د دروازو د تړلو موضوع یو ځل بیا د دوحې د څلورمې ناستې د سرټکی جوړ کړی، غوره به دا وی چې د افغانستان اوسنی حکومت د افغانانو د یوې سترې او بنسټیزې ستونزې او آن غمېزې په توګه دا موضوع حل او پدې اړه ناندریو ته د پای ټکی کېږدی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ