کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د اریانا افغان» او کام ایر هوایي شرکتونو سره د راتلونکي حج لپاره د حاجیانو د لېږد – رالېږد تړون لاسلیک کړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې تړون له مخې یاد هوایي شرکتونه د یوه منظم مهالوېش له مخې ۳۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته لېږي او بېرته یې هېواد ته را لېږدوي.
مسوولین زیاته کړې، چې د دې تړون موخه د حاجیانو د سفر اسانتیا، مصونیت او ښه تنظیم دی.
د دوی په خبره هڅه کیږي، چې د حاجیانو د سفر پروسه لا اسانه او ښه خدمات ورته برابر شي.
د یاد تړون په لاسلیک سره تمه کیږي، چې د راتلونکي حج سفرونه به له منظم پلان سره سم ترسره شي او حاجیان به په ښه شرایطو کې خپلې دیني فریضې ادا کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/