د راتلونکی کال حج لپاره د حاجیانو د لېږد تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د اریانا افغان» او کام ایر هوایی شرکتونو سره د راتلونکی حج لپاره د حاجیانو د لېږد – رالېږد تړون لاسلیک کړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلی، چې د دې تړون له مخې یاد هوایی شرکتونه د یوه منظم مهالوېش له مخې ۳۰ زره افغان حاجیان سعودی عربستان ته لېږی او بېرته یې هېواد ته را لېږدوی.

مسوولین زیاته کړې، چې د دې تړون موخه د حاجیانو د سفر اسانتیا، مصونیت او ښه تنظیم دی.

د دوی په خبره هڅه کیږی، چې د حاجیانو د سفر پروسه لا اسانه او ښه خدمات ورته برابر شی.

د یاد تړون په لاسلیک سره تمه کیږی، چې د راتلونکی حج سفرونه به له منظم پلان سره سم ترسره شی او حاجیان به په ښه شرایطو کې خپلې دینی فریضې ادا کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.