کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، دغه هېواد به د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وی.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دې سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړی وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړی.
خبرپاڼه کې راغلی چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړی مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړی.
د شانګهای همکاریو سازمان دغه سرمشریزه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی، سوداګریزو او کلتوری همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ