کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د کانکریټ اچونې تر بشپړېدو پورې د را روانې وږی میاشتی په لومړی نېټه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل کیږی.
د ټولګټو چارو وزارت ویلی، د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو پاتې کارونه یې پیل کړی او د کانکریټ اچونې چارې به هم نږدې ورځو کې پیل شی.
یاد وزارت همدا راز ویلی، کوچنی مسافر وړونکی وسایط کولی شی، د یادې لویې لارې له چمتو شوې فرعی مسیر څخه تګ – راتګ وکړی.
سالنګ لویه لار چې شمالی ولایتونه له کابل سره نښلوی
یوه له مهمو ترانزیټو لارو ده.
د دې لارې په معیاری جوړېدو به نه یواځې دا چې خلکو ته په سفر کې اسانتیاوې راشی او ور سره به سوداګری او اقتصاد هم وغوړیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ