د رسمی شمېرو له مخې غزه کې د وژل شویو اسـ.راییلی پوځیانو شمېر ۳۶۸ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو او حماس جنګیالیو ترمنځ روانه جګړه کې تر اوسه د ۳۶۸ اسراییلی پوځیان وژل شوی دی.
د اسراییلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون ګڼو ښارونو توغندیز بریدونه روان دی.
عبرانی رسنیو ویلی، چې ښایی د اسراییلی عسکرو د وژل شویو سرتېرو شمېر تر دې هم لوړ وی. د اسراییلی رسنیو په خبره تر ټولو پوځیانو ته یې تر ټولو درنه مرګ – ژوبله د غزې په شمال کې د مقاومتی ډلو سره په نښته کې اوښتې ده.
بل لور بیا د غزې چارواکو ویلی، چې د اسراییلی پوځ له لوری پر ولسی وګړو درنې بمبارۍ روانې دی، چې تر دا مهاله دغو بریدونو کې نږدې ۱۲ زره بې دفاع ولسی وګړی وژل شوی دی.
اسراییلی ځواکونه هڅه کوی چې پرمخ لاړ شی، خو د فلسطینیانو د سخت مقاومت له امله تر اوسه په دې نه دی توانیدلی، چې د غزې تړانګې مرکزی سیمو ته ننوځی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.