ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) په پکتیا ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم یوې سیمه ییزې راډیو د اقتصادی ستونزو له امله خپل نشرات ځنډولې دی.
د دغې راډیو نشراتی مسوول ذبیح الله ایوبی رسنیو ته وویل، چې پر راډیو یې د کېدونکو لګښتونو توان نه درلود نو ځکه اړ شول، چې نشرات بند او خپل کارکوونکی ځواب کړی.
ورته مهال بیا د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریس خالقیار احمدزی هم د پکتیا غږ راډیو د نشراتو بندېدل تاییدوی او وایی، چې یادې راډیو د لنډ وخت لپاره فعالیت و ځنډاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په پکتیکا ولایت کې د مېلمه په نوم یوې بلې سیمه ییزې راډیو هم د اقتصادی ستونزو له کبله خپل نشرات بند کړی وو.
گهیځ