کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترافیکو عمومی ریاست د شمېرو له مخې په تېرو پنځو ورځو کې د هېواد په کچه ۹۸ ټرافیکی پېښې شوی.
د خبر پر بنسټ مسوولینو زیاته کړې، چې د دغو شویو ټرافیکی پېښو له امله ۶۶ تنو ژوند بایللی او ۱۳۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
د شمېرو پر بنسټ، د دغو پېښو تر ټولو ډېره مرګ_ژوبله په کندوز ولایت کې اوښتې ده.
د دغه ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر د معیاری سړکونو نشتوالی او د یو کلی موټرو زیاتوالی د دغو پېښو د ډېرښت اصلی لاملونو ګڼی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ