معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روان لمریز کال په ترڅ کې پر ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی

د روان لمریز کال په ترڅ کې پر ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې د ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاد شمېر پروژو کې د ځینو چارې بشپړې شوې او پر ځینو نورو لا هم کار روان دی.

د اقتصاد وزارت په وینا د دغو  پروژو له ډلې ۲۹۰ یې لا تر اوسه تر کار لاندې دي او ۱۹ نور یې په تدارکاتي پړاو کې دي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۵۷ پروژو چې له تېرو کلونو نیمګړې پاتې وې، لا هم کار روان دی او د سرپرست حکومت بېلابېلې ادارې د بې‌ وزلۍ د له‌ منځه وړلو او د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه د راتلونکي کال لپاره هم پلانونه په پام کې لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس