کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په روان لمریز کال کې د ۳۵۵ پراختیایی پروژو کار پیل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلی، په یاد شمېر پروژو کې د ځینو چارې بشپړې شوې او پر ځینو نورو لا هم کار روان دی.
د اقتصاد وزارت په وینا د دغو پروژو له ډلې ۲۹۰ یې لا تر اوسه تر کار لاندې دی او ۱۹ نور یې په تدارکاتی پړاو کې دی.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۵۷ پروژو چې له تېرو کلونو نیمګړې پاتې وې، لا هم کار روان دی او د سرپرست حکومت بېلابېلې ادارې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د افغانستان د اقتصادی ودې په موخه د راتلونکی کال لپاره هم پلانونه په پام کې لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ