د روان کال بودیجه کې پراختیایی برخې ته ډېر پام شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغان حکومت ویلی، چې د وزارتونو او ولایتونو لپاره د روان ۱۴۰۲ل کال ټاکل شوې بودیجه د وېشلو په حال کې ده.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، د روان لمریز کال په پراختیایی بودیجه کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی او دغه بودیجې ډېره برخه به په بنسټیزو پروژو ولګول شی.
اقتصاد وزارت هم ټینګار کوی چې سږ کال کومې پروژې پلې کېدوونکی دی، هغه به په لنډه موده کې افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته بوځی.
مسوولین بیا وایی، ټولې پراختیایی پروژې دننه په هېواد کې له کورنیو عوایدو او کانونو له لارې تمویلیږی.
په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې د ۲۵ پروژو له عملی کېدو خبر ورکړی او اوسمهال د قوش تېپې کانال، سالنګ لویې لارې، کابل- کندهار لارې او لسګونو نورو پروژو سربېره، د اوبو مدیریت، روغتیا او کرنې په برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر لویو پروژو کار روان دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.