د روان کال له پیله د ملی تدارکاتو کمېسیون لخوا د ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ملی تدارکاتو کمېسیون له لوری د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوی.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې دغه پروژې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دی.

د خبر پر بنسټ دغو پروژو کې لویې لارې، ښاری سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدی شبکو پراختیا، روغتیایی مرکزونه، هوایی ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دی.

دغه راز دغو پروژو کې مخابراتی او انټرنیټی خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادی دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلی بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دی، چې روان کال منظورې شوې دی.

د اقتصادی معاونیت په خبره دا ټولې پروژې د سرپرست حکومت له پراختیایی بودیجې څخه تمولیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.