معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روسیې په تازه بریدونو کې نهه اوکرایني وګړي وژل شوي

د روسیې په تازه بریدونو کې نهه اوکرایني وګړي وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې نن سهار د اوکراین پر ښارونو د روسیې په تازه بریدونو کې نهه کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کسانو د وژل کېدو راپور محلي او پوځي چارواکو ورکړی دی.
نن سهار د هوايي عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداري وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د وژونکو بریدونو په اړه راپورونه خپاره شول.
د چرکاسي مرکزي سیمې اومان ښارګوټي کې د پوځي ادارې مشر ایهور تابوریڅ ویلي، پر دې ښارګوټي د روسیې د میزاییلو په حمله کې شپږ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مرکزي ښار دنیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف په ټلګرام کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، په دې ښار کې یوه ځوانه ښځه او یو درې کلن ماشوم د شویو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د اکراین او روسیې ترمنځ د جګړې کشالې پای ته رسولو لپاره تازه چین هېواد خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي، خو لا یې کومه موثره پایله نۀ ده ورکړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس