کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۹ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې نن سهار د اوکراین پر ښارونو د روسیې په تازه بریدونو کې نهه کسان وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د دغو کسانو د وژل کېدو راپور محلی او پوځی چارواکو ورکړی دی.
نن سهار د هوایی عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداری وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د وژونکو بریدونو په اړه راپورونه خپاره شول.
د چرکاسی مرکزی سیمې اومان ښارګوټی کې د پوځی ادارې مشر ایهور تابوریڅ ویلی، پر دې ښارګوټی د روسیې د میزاییلو په حمله کې شپږ تنه وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د مرکزی ښار دنیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف په ټلګرام کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلی، په دې ښار کې یوه ځوانه ښځه او یو درې کلن ماشوم د شویو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د اکراین او روسیې ترمنځ د جګړې کشالې پای ته رسولو لپاره تازه چین هېواد خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړی، خو لا یې کومه موثره پایله نۀ ده ورکړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ