د روغتیاپلانو تر نامه لاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې روغتیایی فساد ترسره کېږی

د روغتیاپلانو تر نامه لاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې روغتیایی فساد ترسره کېږی
راپور: ذیشان ذهین
وروسته له هغې چې ګهیځ سره د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ریاست له جواز پرته د یو شمېر معاینه خانو د شتون او په دغه برخه کې د ځینو نورو مسایلو په اړه جزیات شریک شول، ومو پتیله چې په دې اړه د فساد مسایلو د معلومولو لپاره څېړنه ترسره کړو.
د دغې څېړنې په پایله کې د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر هغه سیمې، معاینه خانې، فارمسېستان او تکنالوژېستان معلوم شول، چې په بېلابېلو بڼو په کې روغتیایی فساد ترسره کېده. یاده چاره د بهسودو ولسوالۍ له قاسم اباده نیولې تر مسلم اباد او بیا له قلعه جانان خان څخه تر قلعه ملخ پورې، همدارنګه تعمیرات، بانډه، عبدیان، تنګی، بهسود خاص او د دامان ترڅنګ یو شمېر نور هغه سیمې دی، چې په ډېرو برخو کې یې د کار جواز له اخیستو پرته معاینه خانې فعالې دی. د ګهیځ د موندنو له مخې د بهسودو ولسوالۍ په ټول دامان کې یواځې څلور معاینه خانې له عامې روغتیا ریاست څخه د کار کولو جواز لری، نورې ټولې معاینه خانې له جواز پرته خلکو ته درمل تجویزوی.
د فساد لومړۍ برخه کې د هغو معاینه خانو شتون دی، چې د عامې روغتیا ریاست څخه د کار له جواز پرته فعالیت کوی.
د جواز پرته د روغتیایی چارو ترسره کوونکو کسانو هغه درمل چې ناروغ لپاره یې تجویز کړی، ډېر کله یې ناروغ ته د ګټې پرځای تاوان رسولی، چې ثبوتونه یې هم ګهیځ ته په لاس ورغلی دی.
تر ولسوالیو ورهاخوا د ولایت مرکز جلال اباد ښار کې هم یو شمېر ډاکټران شته چې د کار له جواز پرته فعالیت لری. ډاکټر عبدالقهار یو له هغو ډاکټرانو څخه دی چې ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د طب عدلی د برخې ډاکټر دی. نوموړی مخابراتو چوک کې شخصی معاینه خانه لری، خو د دې لپاره چې د صحت عامې ډاکټر دی، زموږ د باوری سرچینې د اطلاع له مخې تر دا مهاله یې جواز نه دی ترلاسه کړی.
دغه ډول زموږ د څېړنو پایلې ښیی چې د ځینو معاینه خانو ډاکټران بېخی خپل کار ځای ته نه راځی او پرځای یې بله سیمه کې ناروغان تداوی کوی، یا هم له ننګرهار څخه کابل یا نورو ولایاتو ته تللی دی. د دغو ډاکټرانو پرځای فارمسېستان د ناروغانو معاینه کوی او بیا ورته د همدې ډاکټر په نامه چاپ شوې نسخې باندې درمل لیکی. دغه ډول په مستعار نوم د طبی چارو پرمخ وړلو او د نورو ډاکټرانو له نومونو څخه استفاده کولو یو شمېر خلکو ته زیانونه هم اړولی دی.
ګهیځ هغه تن سره په دې اړه خبرې کړی چې د همدغه ډول مستعاری روغتیاپال له امله یې د مېرمنې په نس کې دنیا ته راتلونکی اولاد له منځه تللی دی.
نوموړی ګهیځ سره خبرو کې دغه کیسه داسې وکړه:
((زه روحید نومېږم. کابل کې مې وظیفه ده. مېرمنې مې په ګېډه ماشوم درلود. ځان درد او تبه ورته پیدا شوې وه. زموږ د کور څنګ سره دلته دامان کې د محمود په نوم د یو ډاکټر معاینه خانه وه چې له ښاره به راته. خلک ورته خوشحاله په دې وو، چې ښار ته د ناروغ وړلو پرځای خپله د ښار ډاکټر کلی ته راغلی ؤ. د ډاکټر ډېر صفتونه کېدل، خو یو څه موده چې تېره شوه، خپله ډاکټر معاینه خانې ته نه راتلو. چارې به یې درمل پلورونکی او ورسره یو بل ورور یې پر مخ بېولې. دوی به خلکو ته د هماغې ډاکټر پر نسخې درمل لیکل. زموږ د کورنۍ ډېری سرتورې بې سواده دی. په دې شیانو نه پوهېږی. ډاکټر پوښتنه نه وه کړې او دوی ورته ویلی نه وو چې حمل لری. اکثره زنانه د حمل پر یادولو شرمیږی. بس همدا وو چې د درمل خوړلو سره سم یې ماشوم ضایع شو. بیا زه ورپسې کابل نه راغلم. لانجې او آن عریضه مې پرې وکړه، خو هغوی چې له وړاندې د عریضې نه خبر شوی وو، د شپې له خوا یې درملتون څخه خپل سامان وېستلی وو او تښتېدلی وو. اوس نه هغه کس موږ پیدا کړ او نه هم هغه ډاکټر. هغه د پښتنو په اصطلاح ځای وو او جولا نه))
د فارمسیستانو ترڅنګ ځینو هغو ټکنالوژېستانو چې یواځې د خپل کار لپاره یې جواز ترلاسه کړی، د لابراتواری چارو ترڅنګ یې معاینه خانه هم فعاله کړې وی، چې ټېسټ کوونکو لپاره له تشخیص وروسته درمل هم په خپله ورکوی.
په دغو ټکنالوژېستانو کې ډېری یې هغوی دی چې په خپل مسلک کې هم پوره لاسبری نه دی.
ګهیځ د دغې مسألې د ښې شننې لپاره د څو تنو رضاکارو کسانو وینه د MP (ملریا) ټېسټ لپاره په یو وخت دوه ځایه ورکړه، چې د دواړو ټېسټونو ترلاسه شوې پایلې له یو بل سره په ټکر کې وې. وروسته بیا همدا ثبوتونه عامې روغتیا ریاست سره هم شریک شول، چې هغوی د ثبوتونو ترلاسه کولو سره سم په دې اړه د پلټنې ژمنه وکړه.
د دې سربېره ګهیځ د هغو لوکل درملو ثبوتونو ته لاس رسی پیدا کړی، چې درملتونونه یې په عادی ډول ناروغانو ته ورکوی. زموږ د موندنو له مخې یاد لوکل درمل تر ډېره همدغه بې جوازه درمل پلورونکی خلکو ته د معالجې لپاره لیکی. د روغتیاپالانو په خبره یاد درمل ډېری وخت ګڼ جانبی عوارض انسان ته زېږوی.
د دغو ترلاسه شویو څېړنو پایلې مو د ننګرهار حوزوی روغتون په ریاست کې د روغتیایی قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیر ډاکټر ذاکر حضرتی ته یوې ځانګړې مرکې پرمهال مخته کېښودې.
نوموړی د جواز نه درلودو مسأله په ګڼ شمېر معاینه خانو کې تأییدوی، خو عمده لامل یې د عامې روغتیا وزارت له لوری د جوازونو د ورکړې بندښت ښایی. د هغه په خبره له لسو کالو راهیسې مرکز څخه د معاینه خانو د جوازونو ورکړه بنده شوې ده. حضرتی زیاتوی چې مرکز څخه هم دوی ته مکتوب راغلی، چې د جوازونو توضیح حق دوی نور نه لری او تر دې وروسته به دغه چاره د طبی شورا یا میډیکل کونسل له لوری ترسره کېږی، خو زموږ موندنې ښیی چې د دومره مودې تر تېرېدو وروسته لا هم طبی شورا پر کار باندې پیل نه دی کړی.
د ننګرهار حوزوی روغتون په ریاست کې د روغتیایی قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیر ډاکټر ذاکر حضرتی ګهیځ سره د یو ساعته مرکې په پای کې د یادو مسایلو د حل لپاره دغه لارې په ګوته کړې:
((تر ټولو لومړی باید حکومت له مرکز څخه د روغتیایی برخې د ښه والی لپاره وسایل او کاری ټیم زیات کړی؛ ځکه موږ اوس برسۍ کې شپږ تنه پرسونل لرو. په شپږو تنو باندې ټول ننګرهار او ولسوالیو کې برسی او رسېدنه ستونزمنه ده. دوهمه برخه کې د برسۍ پرمهال دې د زورواکو لاسونه له موږ څخه لنډ کړل شی؛ ځکه موږ د برسۍ پر مهال د دوی تر سخت فشار لاندې راځو. خپلو چارو ته مو په آزادانه ډول نه پریږدی. درېیم قدم کې باید د جوازونو وېشنه پیل شی، خو ترې وړاندې باید شته فعال لابراتوارونه، درملتونونه او معاینه خانې ارزیابی شی. راجستر شوې کمپنۍ چې درمل واردوی، باید بیا کتنه پرې وشی. څو په سټنډرډ برابر او با کېفیته درمل ټولنې ته وړاندې شی او اخر کې باید د درملو د تجزیې لابراتوارونه ولایاتو کې هر څه ژر فعاله شی، څو د شرکتونو له خوا د وارد کېدونکو درملو دقیقه ارزیابی پرې ترسره شی))
طبی برخه کې د دغو ستونزو ډېرښت د مخنیوی په موخه دې وروستیو کې افغان حکومت تصمیم نیولی چې پنځو لویو شرکتونو لپاره هېواد ته د درملو د واردولو اجازه ورکړی.
د دغه جواز له مخې به همدغه شرکتونه په ښارونو کې درمل وېشی او نورې کمپنۍ به د درملو له واردولو څخه منع وی.
د حکومت په باور دې سره به د هر شرکت درمل، کېفیت او قیمت معلوم وی، خو د روغتیا د برخې د فعالانو په باور که چېرې یاده چاره د ملی تصدۍ له مخې وشی، اغېز به یې خورا مثبت وی، خو په خبره یې که دغه چاره د سهامی شرکت په بڼه د شخصی کمپنیو په لاس کې ولویږی، نو وېره شته چې ستونزې به تر دې څو چنده ډېرې او روان وضعیت به نور هم بدتر شی.
هېواد کې د روغتیا په برخه کې د پورته یادو شویو مسایلو شتون افغانان پر خپلو روغتیا پالانو باندې بې باوره کړی چې له همدې امله هر کال ګڼ شمېر افغانان په لوړ لګښت سره بهرنیو هېوادونو ته د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ورځی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.