معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیایي مرکزونو نه لرونکو سیمو ته باید پاملرنه زیاته شي

د روغتیایي مرکزونو نه لرونکو سیمو ته باید پاملرنه زیاته شي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له استازي فران اکیزا سره لیدلي دي.
د خبر پر بنسټ نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا سکټور د لومړیتوبونو په مطابق خلکو ته د ګټورو، اوږد مهالو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر هڅو ټينګار کړی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي، په هغو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونه په کې نشته، لومړنیو خدمتونو پياوړتیا ته باید پاملرنه وشي.
خبر زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي فران اکیزا هم سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی، چې لرې پرتو سیمو ته په دغه برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.
د هېواد لرې پرتې سیمې تېر کې د جګړو او نا امنیو له امله د صحي خدماتو څخه ډېرې وروسته پاتې شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس