کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له استازی فران اکیزا سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ نوموړی په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا سکټور د لومړیتوبونو په مطابق خلکو ته د ګټورو، اوږد مهالو روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو پر هڅو ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلی، په هغو سیمو کې چې روغتیایی مرکزونه په کې نشته، لومړنیو خدمتونو پیاوړتیا ته باید پاملرنه وشی.
خبر زیاتوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازی فران اکیزا هم سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی، چې لرې پرتو سیمو ته په دغه برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړی.
د هېواد لرې پرتې سیمې تېر کې د جګړو او نا امنیو له امله د صحی خدماتو څخه ډېرې وروسته پاتې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ