د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره د نړیوالو مرستو پر ډېرښت ټینګار وشو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایمرجنسی ادارې عمومی رییسې روسیلا میکیو په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره کتلی.

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دغې لیدنه کې د ایمرجنسی روغتونونو له لوری کېدونکو خدمتونو، د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو، د روغتیایی خدمتونو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو پر برابرولو او په ایمرجنسی روغتونونو کې د تخصصی پروګرامونو پر پیلېدو بحث او خبرې شوی.

د خبرپاڼې پر بنسټ د عامې روغتیا وزیر ویلی، د افغانستان د روغتیایی برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیایی ادارو مرستې اړینې دی او د افغان روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د یادې ادارې له رییسې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ د ایمرجنسی ادارې رییسې هم په دې برخه کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.