کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، تمه کیږی چې د پاکستان د حکومت د وروستی بې اسناده کډوالو د وېستلو پلان په پایله کې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شی.
د راپورونو پر بنسټ، د دغو ګڼ شمېر کډوالو ستنېدل د نورو عواملو ترڅنګ، د عامې روغتیا د پام وړ اندېښنې را پارولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وایی، د ۷ لکو افغانانو ستنېدونکو ته د روغتیایی پاملرنې لپاره یې په یوه مفصل پلان کار کړی، چې دغو روغتیایی اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایی ډالرو ته اړتیا ده.
د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز خبرداری ورکړی، چې روغتیایی خدماتو ته په ځانګړې توګه، د ساری ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایی خدماتو او د مېندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د محدود لاسرسی له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالی احتمال هم شته.
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د ننوتلو په لویو لارو ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه هم ځای پر ځای کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ