معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا سازمان ویلي، افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوي

د روغتیا سازمان ویلي، افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمېدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي.
د خبر پر بنسټ، پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د روغتيايي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د پوليو ويروس په افغانستان کې يوازې په دوو ولايتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خپریږي.
په روان کال کې د پولیو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو د له منځه وړلو څانګې مشر ویلي، چې د پوليو د ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاري او همغږي ډېره مهمه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس