د روغتیا سازمان ویلی، افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمېدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.
د خبر پر بنسټ، پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دی.
د روغتیایی مسوولینو د معلوماتو له مخې، د پولیو ویروس په افغانستان کې یوازې په دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لری، خپریږی.
په روان کال کې د پولیو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دی.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو د له منځه وړلو څانګې مشر ویلی، چې د پولیو د ویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاری او همغږی ډېره مهمه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.