د روغتیا نړیوال بنسټ ویلی افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د کرونا ضد واکسین کوی

د روغتیا نړیوال بنسټ ویلی افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د کرونا ضد واکسین کوی
ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال بنسټ پر خپل ټویټر ویلی هوډ لری، چې ټول افغانستان کې څه باندې ۵ میلیونه کسانو ته د کرونا ضد واکسین کوی.
روغتیایی بنسټ دا هم وایی، واکسین هغه کسانو ته کوی چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ وی.
د بنسټ په وینا راتلونکې میاشت به د کرونا ضد واکسینو لپاره په افغانستان کې سراسری کمپاین پیلوی.
دا کمپاین داسې مهال پیلېږی چې افغانستان کې لا هم کورونا ویروس مثبتې پیښې ثبتېږی.
د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، تېره یوه اونۍ دغه هېواد کې د کوویډ ۱۹ (۴۴۰) مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه له دې ناروغۍ مړه شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.