معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د مرستو نه رسېدو په اړه اندېښمنه ده

د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د مرستو نه رسېدو په اړه اندېښمنه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د روغتیا سکټور سره د بودیجې او د منابعو د نه شتون له امله په دغه هېواد کې د میلیونو افغانانو ژوند ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه چې له وړاندې د اوږدې جګړې بې ثباتۍ او طبیعي ناورینونو ځپلي، خبرداری ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي.
دغې سازمان زیاته کړې، چې د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډېرې زیان لرونکي اوسي.
د دوی په خبره د بودیجې نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس