کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د روغتیا سکټور سره د بودیجې او د منابعو د نه شتون له امله په دغه هېواد کې د میلیونو افغانانو ژوند ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه چې له وړاندې د اوږدې جګړې بې ثباتۍ او طبیعی ناورینونو ځپلی، خبرداری ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتی، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوی لپاره افغانانو سره مرستې وکړی.
دغې سازمان زیاته کړې، چې د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډېرې زیان لرونکی اوسی.
د دوی په خبره د بودیجې نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیایی اساسی خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیایی مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ