کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د روغتیا نړیوال سازمان په څو پرلپسې ټویټونو ویلی، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اروپایی ټولنې ۱۶ میلیونه یورو مرسته کوی.
د دوی په خبره دغه مرسته به د روانی روغتیا د ښه والی په برخه کې په مصرف رسیږی او هغه کسان به د دې مرستې وړ وی چې د نشه یی توکو د کارونې له امله روانی ستونزو سره مخامخ شوی وی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره اروپایی ټولنه ژمنه ده، چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله او باثباته روغتیایی سیستم د جوړولو په موخه نورې مرستې هم ترسره کړی.
افغانستان کې د نشه یی توکو، بې روزګارۍ او فقر له امله ډېری کسان په روانی ناروغۍ اخته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ