دا دی لکه چې ګورو د روژې مبارکه میاشت یوځل بیا پر مونږ او د نړۍ پر نورو مسلمانانو را دبره شوې ده او پدې توګه الله تعالی یوځل بیا خپلو بنده ګانو ته د خیرغوښتنې، عبادت کولو او له نورو مسلمانانو سره د خواخوږی، ترحم او د یوبل له حالاتو د خبرېدو زمینه برابره کړې ده.
د نړۍ د ټولو اسلامی علماوو د ګډ تعریف له مخې، د دې مبارکې میاشتې لومړۍ لسیزه د الله د رحمت، دوهمه لسیزه یې د رب العزت له طرفه د بخشش او مغفرت او درېیمه لسیزه یې هم د الله تعالی له لوری د دوزخ له اور څخه د خپلو بنده گانو د ژغورنې لسیزه ګڼل کېږی. همدارنګه د دې میاشتې په ترڅ کې چې انسان په عبادت کې څومره مشقت او زیار ګالی په هغه اندازه او تناسب یې اجر هم زیات وی، ځکه د روژې په میاشت کی په هر نیک عمل باندی الله تعالی څو چنده زیات اجر ورکوی.
د اسلامی دین د لومړنیو پېړیو تاریخ په دې شاهد دی چې تر ډېره په هغه غزاګانو کې چی مسلمانانو د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کړې، الله تعالی فتحه او نصرت ورپه برخه کړی دی او داسې روایات شته چې د اسلام ستر پیغمبر -صلی الله علیه علیه وسلم- خوښوله چی د روژې په مبارکه میاشت کې تر نورو وختونو زیات عبادت وکړی او غوره اعمال ترسره کړی.
همدارنګه د اسلام مقدس دین د یوه اجتماعی دین او یوه نظام په توګه له خپلو پیروانو غواړی چې په ټولنه کې د مېشتو نورو وګړو له حال او احوال څخه هم باخبره وی او د خپلو بې وزلو او اړمنو بنده ګانو د لاسنیوی او له هغوی سره د مرستې او همکارۍ لپاره لاس په کار شی چې د روژې میاشت د دې کار لپاره هم تر ټولو غوره موسم دی او مسلمانو علماوو په قول، پر مسلمانانو د روژې د فرضیت یو حکمت هم په همدې کې نغښتی ترڅو مؤمن انسان د نورو له حالاتو په خبرېدو د هغوی مرستې ته را ودانګی او په ټولنه کې د اړو او محتاجو کسانو لاسنیوی وکړی.
د افغانستان فقیر او جګړه ځپلی ولس هم چې څو لسیزې پرله پسې یې د یرغلګرو سره په جګړه کې تېرې کړې تر ډېره حده د خوارۍ او مظلومیت په سیوری کې ژوند کوی، جګړو او د هغې ورانیو ډېر خلک په بېلابېلو ډولونو ځپلی، د کار او کسب زمینه یې ترې اخیستې او همدغه جګړې او ناخوالې د دې سبب شوې چې پدې خاوره په سل هاوو زره کونډې، یتیمان او نور خوار او فقیر وګړی پر ځای پاتې شی او د ژوند سختۍ ورپه غاړه شی.
دې ټولو ته په کتو اوس د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د افغانی اسلامی ټولنې پر شتمنو او بادرکه وګړو په کار ده ترڅو د خپلو دینی او اسلامی مکلفیتونو په درک سره د خپلو خوارو او بې وزله هېوادوالو لاسنیوی ته را ودانګی او اړمنو وګړو سره د مرستې او لاسنیوی له لارې هم خپله ملی وجیبه ترسره کړی او هم د خدای په وړاندې هغه مسؤولیت ترسره کړی چې د یوه شتمن او بادرکه مسلمان وګړی په توګه یې ترغاړې دی.
مونږ متأسفانه په تېر کې د دې شاهدان وو چې د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو به که یوې خواته د افغانی ټولنې یو شمېر خیرغوښتونکو وګړود خیرات او صدقاتو په ورکړې سره د ټولنې د فقیرو وګړو مرستې ته را دانګل، نو بل خوا به په عام بازار کې د خوراکی توکو بیې دومره لوړې تللې چې د عام وګړی له وس او توان څخه به بهر وې.
هغه ناوړی رواج چې دلته د آزاد بازار د اقتصادی سیسټم په نامه دلته حاکم ؤ او متأسفانه واکمنو به هم د دې سیسټم بهانه مافیایی کړیو ته د عامو او بې وزلو هېوادوالو د وینو زبېښلو زمینه برابره کړې وه، دې حد ته رسېدلی ؤ چې څه په روژه او څه په اختر کې به زمونږ عام او مظلوم هېواد وال له اقتصادی پلوه پایمال ؤ او څو تنو شتمنو به یې وینې زبېښلې.
اوس دې ټولو ته په کتو او له تېر دور څخه د پند په اخیستو که چېرې بیا هم حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې د عام ولس ستونزو او مشکلاتو ته پاملرنه ونکړی او د تېرو ناخوالو د تکرار مخه و نه نیسی، بیا به هم د هېواد والو هماغه ستونزې او کړاوونه دوام ولری، نو خوامخوا به ستونزې او مشکلات پرځای پاتې وی او عام ولس به بیا هم د روژې پدې مبارکه میاشت کې له ناخوالو سره لاس او ګرېوان وی. ځکه نو عام ولس له حکومتی مسؤولینو دا غوښتنه لری تر څو د یادو ستونزو د هوارۍ او د کړېدلی ولس د نورو کړاوونو د مخنیوی لپاره هر وخت او په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د بازار د کنټرول، د احتکار د مخنیوی او په نرخونو کې د تعادل ساتلو لپاره کوټلی ګامونه پورته کړی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ