د ریاست الوزراء اداری مرستیال ایران کې د افغان حکومت له سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداری مرستیال مـ.ـولوی عـ.ـبدالسـ.ـلام حـ.ـنفی ویلی، افغان حکومت له ټولو هېوادونو، په ځانګړی ډول له ګاونډیو هېوادونو سره متقابل درناوی او نېکو اړیکو ته ژمن دی.

حـ.ـنفی زیاته کړې، افغان حکومت به په خپل ټول توان سره په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړی ډول ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند مسایلو ته د رسېدنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړی.

د دغې کتنې پرمهال ایران کې د افغان حکومت سفیر مولوی فـ.ـضل محمد حـ.ـقانی ویلی، د سفارت مسوولین له ایران سره د مناسباتو د لا پراختیا او پیاوړتیا هڅې کوی.

د ده په خبره د اوسنی حکومت له حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

نوموړی په یاد هېواد کې مېشتو ټولو افغانانو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش په اړه د افغان حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.