کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې برخې ولړزولې.
دغه زلزله نن د سهار په پنځو بجو او ۵۶ دقیقو د بدخشان له اشکاشم څخه ۲۵ کیلومتره واټن کې رامنځته شوه.
د ولکانو ډیسکوری راپور ورکړی، چې د دغې زلزلې ژوروالی ۱۸۱ کیلومتره لاندې و.
تر اوسه د دغې زلزلې د مرګ_ژوبلې او احتمالی زیانونو په اړه څه نه دی ویل شوی.
په بدخشان کې له یوې میاشتې راهیسې څو ځلې زلزلې راغلې چې په ځینو مواردو کې یې مالی زیانونه هم اړولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ