معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې بدخشان او د افغانستان یو شمېر نورې سیمې ولړزولې

د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې بدخشان او د افغانستان یو شمېر نورې سیمې ولړزولې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې نن سهار نږدې شپږ بجې د ریښتر په کچه د ۴٫۳ درجې زلزله بدخشان کې وشوه.
راپورونه وایي، چې دغه زلزله د ۱۳۵ کيلومترو په ژوروالي سره د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ له جنوب لويديځ څخه سرچینه اخیستې، چې د ځايي اطلاعاتو له مخې یې د تخار، کندوز او بغلان په ګډون د افغانستان یو شمېر نورې سيمې هم لړزولي دي
په همدې حال کې ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د زلزلې ټکانونه د تاجکستان، پاکستان او ازبکستان په ځینو برخو کې هم محسوس شوي دي.
هېره دې نه وي چې په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې وروسته په افغانستان کې هم د یوې زورورې زلزلې خبرداری ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس