کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې نن سهار نږدې شپږ بجې د ریښتر په کچه د ۴.۳ درجې زلزله بدخشان کې وشوه.
راپورونه وایی، چې دغه زلزله د ۱۳۵ کیلومترو په ژوروالی سره د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ له جنوب لویدیځ څخه سرچینه اخیستې، چې د ځایی اطلاعاتو له مخې یې د تخار، کندوز او بغلان په ګډون د افغانستان یو شمېر نورې سیمې هم لړزولی دی
په همدې حال کې ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د زلزلې ټکانونه د تاجکستان، پاکستان او ازبکستان په ځینو برخو کې هم محسوس شوی دی.
هېره دې نه وی چې په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې وروسته په افغانستان کې هم د یوې زورورې زلزلې خبرداری ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ