کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عـ.ـبدالـ.ـغنی بـ.ـرادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر “بختیار سعیدوف” سره لیدلی او ورسره یې پر یو شمېر سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو همکاریو او سیمهییز اتصال باندې خبرې کړی.
د اقتصادی مرستیالۍ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ پر زیاتوالی، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د اورګاډی پټلۍ شبکې، پانګونې او د برېښنا د لېږد په اړه مرکز کابل کې خبرې شوې دی.
دغه لیدنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، هېواد یې چمتو دی چې په نږدې راتلونکی کې په تاشکند کې د اوسنی افغان حکومت د سفیر کوربه وی.
ازبکستان له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له سرپرست افغان حکومت سره اړیکې لری او د روان کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه چې شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږی، تاشکند کې یې د افغانستان سفارت هم اوسنی افغان حکومت ته وسپاره.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ