کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاستالوزرا اقتصادی مرستیال مـ ـلا عـ ـبدالغنـ ـی بـ ـرادر د یو لوړپوړی حکومتی پلاوی په مشرۍ دوه ورځنی سفر باندې ازبکستان ته تللی.
په دې سفر کې له نوموړی سره د صنعت او سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د ټرانسپورت او هوایی چلند سرپرستو وزیرانو ترڅنګ د افغانستان مرکزی بانک رییس او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال ګډون لری.
د سرچینې په وینا د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پروژو پیلول او افغانستان ته د ازبیک سوداګرو د پانګونې جذبول دی.
د مسوولینو په وینا دواړه لوری به د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، د ټرانزیټ اسانتیاوو، د انرژۍ همکارۍ، زراعتی او معدنی پروژې او د دوه اړخیزو تجارتی تړونونو پیاوړتیا په اړه مفصل بحثونه وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ